Size / / /

دا چې خداى ( ج) څنګه پرې دا هر څه لورولي وو ، دا اوږده کيسه ده ، خو صاحب چې اوس په کومو شنو او سروکې لوبېده ، هر سړى ورته ګوته په غاښ او هک پک حيران و . نه يې د پيسو شمېر کېده او نه هم د راز راز موټرو ، بنګلو او نورو حسابونو کتابونو ... داسې ماڼۍ چې نن سبا دى په کې دېره و او پوره دوه اونۍ د مخه يې نوې رانيولې وه ، کله په خوب کې هم نه وه ليدلې او نه خو هم له ده سره کله داسې تصور ملګرى شوى و چې په داسې او داسې نورو نعمتونو به يې هم يوه ورځ سر شي.

هغه اوس خپل مخى نه ليد او نه يې هم څوک د سترګو کونج ته راتلل ، که پاچا نه و نو له پاچا کم هم نه و ، ځکه يوه لوى شاهنشانه نشو کولاى بې موجبه يو څوک بندي او يا ووژني ، خو د دغه ښاغلي له لاسه دا هر څه پوره وو ، چې کله به له کوم اشنا او دوست سره مخامخ شو ، نو په ټوکه کې به يې لا دا هم ورته وويل:

_ ووايه څوک دې نه خوښېږي ، چې د جنت مرغۍ يې کړم ، دا کومه د ټوکې خبره نه وه ، هغه داسې ډېر کسان ژوندي غيب کړي وو کله به چې له ماڼۍ دباندې ووت نو په شپږ _ اوو موټرو کې بار  د وسله والو کسانو ليکه به ورپسې جوړه وه . زموږ مشران وايي جې دومره ساتونکي يې په کوم پاچا پسې هم نه وو ليدلي .

په سينه يې د کارتوسو د يوه ملابند پر ځاى دوه ملابنده تړلي وو ، او خورا قيمتي تومانچه خو يې آن په خوب کې هم له ځانه نه لرې کوله ، خو له دې ټولو خبرو سره سره يې هم د ډار ژوراحساس ملګرى و ، او له بندګانو څه چې کله بې يې له خپل سيوري هم وېره کېدله . ان له خپلوانو دوستانو او ساتونکو .

خدايزده څه يې نن په زړه و ورېدل چې پخواني يادونه يې تازه شول ، ناببره يې خپل يوه ساتونکي ته غږ کړ :

_ ته زما هغه د ځوانۍ او د خپل کلي د عکسونو البوم راوړه :

ساتونکی په بيړه د عکسونو په البوم پسې وخوځيد او د سترګو په رپ کې يې البوم د ده مخې ته کېښود . هغه د البوم هره پاڼه څو څو ځلې له سترګو تيره کړه ، د عکسونو په ليدو يې په درنګ شېبه کې خپل تېر ژوند ور ياد شو . څيرې کالي ، لوڅې پښې ، په دښتو کې د مالونو څرونه ، له غرونو نه د لرګيو راوړل ، ژرندو ته د غلو دانو وړل او نور ... يو ، يو ورته په زړه شول ، البوم يې بشپړ او ښه په غور وکوت . بيا نا څاپه له ځايه پاڅېد . ترخوا ځوړند جاينماز يې مخې ته وغوړوه .

دوه رکاته ( رکعته ) نفل لمونځ يې ادا کړ او کله يې چې سلام وګرځاوه په زوره يې څو ځلې شکر ادا کړ او ويې ويل :

_ خدايه : زه له تا ډېر راضي يم . بيا هغه بدې ورځې مه راښيه ! له نېستۍ مې په امان لره ، له کړاوونو مې وساته .

او چې څنګه له لمانځه راپاڅېد . بيا يې سمدستي ساتونکي ته غږ کړ :

_ ته اوس دا اوسنى البوم راوړه !

ساتونکي وضاحت وغوښت :

_ صاحب ، کوم يو : ؟

ده ځواب ورکړ :

_ تر ټولو وروستى ، زما د ملاقاتونو البوم .

ساتونکى په بيړه لاړ او دا ځل يې هم په منډه د صاحب مخې ته البوم کېښود ، صاحب البوم پرانيست . لومړى او دويم تصوير يې چې په يوه کې د کوم هيواد له سفير او په بل کې له کوم وزير سره د ميز تر شا ناست و ، ښه په غور وکوت .

څو ځله يې کله تصوير سترګو ته رالنډ کړ او کله به يې سر ورښکته کړ . خو نور تصويرونه يې هم د سترګو په رپ کې په منډه ، منډه له نظره تېر کړل . بيا يې البوم په شړک پر مېز کېښود په داسې حال کې چې خواشينونکو اندېښنو په مخه کړى و، او له خپلو عکسونو يې ژوره کرکه په زړه کې راټوکېدلې وه په حيرانتيا يې وپوښتل :

_ دا زما عکسونه دي ؟

ساتونکي حيران او په وارخطايۍ يې ځواب ورکړ:

_ بلې قربان ، دا خو تاسې څوځلې ليدلي دي. په دې عکسونو کې خو تاسې له ډيرو معتبرو کسانو سره راغلي ياست .

هغه غوښتل نور څه هم ووايي ، خو دى ژر په خبره کې ورولوېد :

_ دا څنګه : ؟ ولې داسې ښکارم ؟:

ساتونکي هم په بيړه ځواب وغوښت ؟

_ ولې ؟ څه شى ؟:

صاحب دا ځل يوازې پوښتونکى مخاطب نه کړ ، ټولو ته يې ورواوروله ، او د واحد ځواب هيله يې وکړه :

_ زه نو سپين ږيرى شوى يم : ؟

ټولو په ګډه ځواب ورکړ:

_ نه صاحب :بيا يې پوښتنه وکړه؟

_ ايا زه تل لاندې زمکې ته ګورم ؟

او دا ځل هم ځواب ورکړ شو :

_ نه :

دستي يې په حيرانتيا بيا وويل:

_ نو ولې ؟ زه په دغو عکسونو کې هر چېرې ګونځې تندى او پټې سترګې يم ، تل زمکې ته ګورم ؟

بيا يې زوړ البوم ته لاس کړ:

_ ولې په پخوانيو عکسونو کې داسې نه يم : وګورئ ، زه په کروندو کې ، زه په غرونو کې د لرګيو له ګيډي سره ، زه په دښته کې په رمې پسې ...

البوم يې په بيړه يو ه ساتونکي ته ورتېر کړ:

_ وګوره : څنګه ښه برېښي ، نه مې تندى تريو دى او نه مې هم سترګې پټې ...

البوم يې بېرته په زمکه کېښود او بيا يې ساتونکو ته مخ ور واړوه :

_ غاړه موبنده ، ووايئ ! زه څومره مهربانه يم ..ايا ما کله تندى تريو کړى ؟

يوه ساتونکي ورغبرګه کړه :

_ ستا غوندې مهربان او خوشحاله سړى ... توبه : توبه : دا څه وايې ؟

بيا يې نوى البوم راواخيست :

_ نو زما تندۍ ولې ګونځې راغلى ، ولې مې په هر عکس کې زمکې ته کتلي دي ؟

يو ساتونکي په تعجب وپوښتل :

_ ټول عکسونه دې همداسې دي؟

د ده پرځاى يو ساتونکي ځواب ورکړ:

_ هو : صاحب چې کله خداى په منصبونو اړولى يي هر چېرې په عکسونو کې همداسې برېښي ، نه پوهېږم ، دا به څه چل وي ؟

صاحب په دې خبره نور هم خوابدى او په ژورو اندېښنو کې ډوب شو ، خو د يوه ساتونکي دې خبرې يې اندېښنې بېرته والوزولې .

_ خبره په صاحب کې نه ده ، خبره اصلا په دې ماڼيو کې ده ، څه سيورى به لري کله چې صاحب عکس اخلي ، په هغه شېبه کې به په عکاس هرو مرو سيورى کيني ،  د صاحب زړه ته دا خبره ولوېده او څه لنډ شان ډاډ يې حاصل شو ، هغه غوښتل څه ووايي ، خو لا يې خبرې ته ځان نه و جوړ کړى چې د ماڼۍ زنګ ووهل شو ، په بيړه د دروازې څارونکى راورسېد او ويې ويل :

_ صاحب يو څوکسان راغلي ، غواړي تا وګوري :

_  څوک دي ؟ څه غواړي ؟

څارونکى وويل:

_ وايي چې انځور ګران دى او ستاسې څيرې يې راوړي دي:

د دې پر ځاى چې ځواب ورکړي ، په بيړه يې په خونه کې د راځړېدلو شاهانو څېرې له نظره تېرې کړې او وروسته په لوړ غږ له ځانه سره په خبرو شو :

_ نه پوهيږم ، د کوم پاچا تر څنګ يې راوځړوم ... بيا په کوم چورت کې لاړ ، خو ژر يې بېرته راپام شو .

_ د دې خوني لپاره بايد تر ټولو ښه انځور غوره کړم ، نور به سره بيا ګورو .

بيا يې څارونکي ته پام شو :

_ اوه :... ته لا ولاړ يې ... راپرېږده ېې :

څارونکى دستي روان او له څه شېبې وروسته يې انځورګران د صاحب په حضور مشرف کړل ، انځور ګرانو په داسې حال کې چې لاسونه يې ريږديدل ، په خپل وار يو ، يو انځور د صاحب ملاحضې ته وړاندې کړل ، خو صاحب لا لومړى تصوير پوره نه وليدلى چې زړه يې درزا او لاسو يې رېږدېدل پيل کړل او په درنګ شېبه کې له قهره سور راواوښت . د هر تصوير په ليدلو يې د مخ سرخي زياتېدله . د وروستي تصوير په ليدلو يې ناببره چيغه کړه :

_ دا په تاسو څه شوي ؟ زما څېره نو داسې ده ؟

تر ټولو مجرب انځورګر په تعجب وپوښتل ، ستاسې څيره ، ولې ؟ خو يې په څه کې ده ؟

او هغه بيا ببرشو :

_ خو ... خو: ... زما سترګې ولې پټې دي ؟ ايا زما سترګې پټې دي ؟ په تائيد يې ساتونکی له لرې رانارې کړې :

_ نه ...نه ...نه ...:

خو انځورګر په وېرېدلي غږ ورغبرګه کړه :

_ صاحب : که موږ تاسې په بل ډول وکاږو ، تاسې صاحب ته نه پاتې کيږئ :

تاسې همداسې څېره لرئ . تاسې ځانته ښه نه ياست ځير شوي . که نه خپل البومونه راواخلئ:

او صاحب په دې خبره نور هم سور او شين شو .

_ زه ځانته ښه ځير يم ، له تاسې عکاسانو سره کومه بلا ملګرې ده .

بيا يې په زوره پريوه ساتونکي ورغږ کړ:

ساتونکي البوم راوړ ، البوم يې ځنې واخيست او انځورګر ته يې وويل:

_ وګورئ : ټول وګورئ ! ايا زه په دغو عکسونو کې همداسې يم ::؟ لکه تاسې چې مې اوس په دغو ښکلو ماڼيو او لباسونو کې وکاږئ ؟ ولې هغه عکاسان له اسمانه راکيوتي وو ، که څه ؟

البوم يې انځور ګر ته ور وړاندې کړ او ويې ويل:

_ انعام او ډېر لوى انعام ، که چېرې مو زه په ګونځې تندي او پټو سترګو کې راوښولم .

نه پوهيږم ، څه يې په زړه کې ورتير شول . په بيړه په خونه کې ولاړې هندارې ته ور وړاندې او په خپله ننداره شو . دا ځل هنداره هم د پخوا په څېر نه وه او نه هم د ده سترګې ... د ده په فکر کې دا ځل په هنداره څه چل شوى و ، اوس هنداره هم د ده مطلوب تصوير ده ته نه ورښوده . هماغه د عکاسانو پټې سترګې او ګونځې تندى او چې کله لږ څه ښه ځانته ځير شو ، نو خپل غاښونه هم ورته خپل ونه برېښدل او چې څومره به خپل تصوير ته ځيريده ، ورو ورو به يې خپل اصل له لاسه ورکاوه . دې تصوير سخت و وېراوه ... په درنګ شېبه کې تک سور واوښت او په خولو کې ليت پيت شو ، نږدې و چې له ډيرې اندېښنې په زمکه راپرېوځي ، خو ژر يې له هندارې ځان لرې کړ ، په هر قدم کې يې همغه تصوير سترګو ته ودرېده ، نږدې وچې په زوره کړيکه وکړي ، ناڅاپه ديوه انځورګر چې د صاحب د زاړه البوم تصويرونه يې له نظره تېرول ، دې خبرې را په خود کړ :

_ صاحبه : مه خفه کيږه : زه مو هرو مرو ښايسته څېره کاږم ، هلته به مو نه سترګې پټې او نه تندى ګونځې وي . خو يو شرط لرم .

هغه بې اختياره وغوړېد او په تعجب يې پوښتنه وکړه :

_ ووايه : ژر دې شرط ووايه : په انعام کې ان د انسان په سر لاس کېږده انځور ګر ورغبرګه کړه :

_ ماته انعام مه راکوئ : ماته د دې خپلواکي راکړئ چې ستا عکس له باغونو اوماڼيو بهر وکاږم .

د ده سر پر دې خبره ښه خلاص نه شو ، خو توضيح يې هم ونه غوښته ، له دې کبله يې په بيړه ځواب ورکړ:

_ بس چې څنګه ستا خوښه وي ، خو ما په تصوير کې له پټو سترګو او ګونځې تندي وساته :

دا يې وويل او پرته له دې چې دوى ته د مخه ښې لاس ور اوږد کړي د ملاستې خونې ته روان شو .

...

سخت اندېښمن و ، تابه ويل هر څه يې خوري ، چوکۍ ، قالينې ، د شاهانو تصويرونه او ... له هر څه يې بدراغلي وو ان له خپلو ساتونکو ، په همدې خاطر يې امر کړى و ، چې ډېر مقتدر سړى به هم پرې بندوي . که هر څومره په کټ کې واوښت راواوښت خو زړه يې ارام ونه کړ ، د باندې باغ ته راووت ، فکر يې کاوه د مرغانو سحر ګر اوازونه ، د ډنډ د رنګينو ماهيانو ننداره ، د ګلانو رنګينې وږمې به يې لږ څه خيال وربدل کړي، خو هېڅ شي پرې اثر نه کاوه ، ټولې اندېښنې ورته د هغو انځورونو او هندارو وروسته پيدا شوې وې ، چې کله به يې بيګانى خوب راپه زړه کړ، نور به هم ووېرېده ، ځان به هسې يوه بلا ورته وبريښيده ، بېګاېې خوب ليدلى ، چې په دې ماڼۍ کې يو لوى بزم جوړوي ، د هېڅ شي کمى نه وي ، نه د حسينو نڅاګرو ، نه د ترخواوبو اونه هم د خوراک د خېل خېل ډولونو ، دى له داسې خلکو سره په خوراک څښاک او نندارې بوخت وي ، چې شاهان هم ورسره د ليدو فرصت کم پيدا کوي ، خو بزم لا نيمايي ته نه ورسيدلى چې يو ناڅاپه د دوى د ټولو اصل بدلون مومي ، له دوي څخه ځناور جوړېږي او يو په بل پسې په منډو سر کېږي ، دى د ماڼۍ بام ته پورته کېږي . يو ځل بسم الله کړي او ځان له ماڼۍ لاندې راوغورځوي ، خو د دې پر ځاى چې له ماڼۍ لاندې راولوېږي د مرغه په څېر خپل کلي ته ولوزي ، هلته په خپلو کروندو کې په کار لګيا شي . غرونو ته لاړ شي ، د ښتو ته لاړ شي کروندي ته لاړ شي . په کروندو ، غرونو ، دښتو کې له کار او روزګار سره يو ځاى ورو ورو بېرته په بنيادم واوړي ، رنګ يې بيا وغوړېږي ، خورا خوشحاله شي . بسم الله تېره او شکر پر ځاى کړي او چې څنګه شکر ادا کړي ، له خوبه هم په منډه راکېني ، په وېښه څو ، څو ځلې ځانته لربر وګوري ، د خپل ځان په باب يې بيا خوشينونکي اندېښنې پسې واخلي .

د ماڼۍ زنګ ووهل شي او په درنګ شېبه کې ده ته خبر راورسېږي ، چې انځورګر يې انځور راوړى دى ، دا خبر لکه د ګهيځ ملايم نسيم چې ګلان تازه کوي د ده رنګ هم داسې وغوړوي ، بيا د شاهانو يو . يو تصوير له نظره تېر کړي او د خپل انځور ځاى ځانته په نښه کړي ، په تلوسه انځورونو ته ځيروي چې ناببره يې د خونې ور پرانستل شي او يو ډنګر انځور ګر په رېږدېدلو لاسونو د ده پر مېز د ده انځور کېږدي ، خو دى خپلو فکرونو داسې اخيستى وي چې هېڅ شى ته يې پام نه را اوړي . نه د ور پرانستلو او نه هم د چا د راننوتلو ته ، ښه شېبه ، وروسته يې پام شي انځور ګر ته مخ را واړوي ، پرته له دې چې له هغه سره روغبړ ته لاس ور اوږد کړي ، له لرې پرې غږ کړي :

_ رادې ووړ ؟

خو د مخه تر دې چې د هغه ځواب واوري ، په انځور يې سترګې پرېوزي او په خپله يې له مېزه راپورته کړي ، لومړى د انځور د مخ کاسې ته ځير شي ، ښه ځير شي او څو ځلې يې په غور له نظره تېر کړي او پرته له دې چې انځور ګر ته مخ راوګرځوي له ځانه سره په زوره ، زوره ووايي :

_ افرين :: انځور ګر بايد همداسې وي .

د مخ د کاسې په ليدو لکه د يوې عظيمې خوښۍ زېرى چې پرې شوى وي ، داسې وغوړېږي خو کله چې يې خپلو شليدلو پيوندي جامو او په خپلو کرونده کې د لوڅو پښو کار ته پام شي . ناببره ترې د خوښۍ ټول احساس د سترګو په رپ کې په منډو شي . له څېرې يې بېرته سرخي والوزي . ژېړ واوړي او چې څو مره دغو شيانو ته ځير يږي پر رنګ يې زېړوالى غلبه مومي ، غوسه يې راپارېږي ، او په وجود کې يې ژوره کرکه او خواشيني ځاى نيسي . له ډېرې غوسې ناببره انځور وړاندې وغورځوي ، انځور مات او ټوټې ، ټوټې شي بيا په زوره له انځور ګره په پوښتنو سر شي:

_ ته نه پوهېږې چې زه څوک يم ... انځور مې  بايد د چا تر څنګ راځوړند شي ؟

انځور ګر په داسې حال کې چې د صاحب قهر او غضب ترې د وينا ټول توان اخيستى وو په رېږدېدلي غږ ځواب ورکړ:

_ صاحب : پوهېږم ... خو په دې ماڼيو او باغونو کې ستاسې انځور هسې نه راځي چې تاسې يې غواړئ

انځورکر ساه نيولى شو ، خو خبره يې بېرته بشپړه کړه :

_ تاسې خو ماته د دې کار خپلواکي راکړې وه .

_ پرېږده چې تندى مې تريو او سترګې مې پټې وي . زه بيا تېر ژوند ته نه ورستنېږم زه له دې ماڼيو نه نه وځم ، پرېږده چې همداسې بدرنګ واوسم ، زه ښايست نه غواړم.

بيا يې انځور ګر ته مخ راواړاوه :

_ ستاسې د انځورګرانو هم ماسره رخه ده . زه په دې هر څه پوهېږم ، په دې هم پوهېږم چې په دې نړۍ کې دوستان نه لرم خو هېڅوک به ونه شي کړاى ما پخوانى حالت ته ورولي .

او بيا يې تکرار کړه :

_ پرېږده چې زما سترګې پټې او تندى ګونځې وي .

خو انځور ګر د صاحب له قهر او غضب سره ، سره دا ځل لږ په زړ ورتيا ځواب ورکړ:

_ ستاسې خوښه : حو ستاسو د پټو سترګو او تريو تندي علاج له دغه مکانه چې ما په کې ودرولي ياست ، بل ځاى ناشونى دى .

دا خبره لکه د ټوپک ډز په صاحب ډېره سخته ولګېده ، د قهر او غوسې ټول تاويې راوپارېد او په خپل ټول قوت يې په انځور ګر چيغه وکړه :

_ ووځه : چې بيا دې ونه وينم ...

د ده غږ لکه عسکري الارم د ده ټول ساتونکي لکه مچۍ راوپارول ، په وهلو ، وهلو يې ډنګر انځور ګر ناڅرګنده لوري ته روان کړ صاحب په داسې حال کې چې له قهره خوټېده او په خولو کې ليت پيت و ، په شړک يې د خپلې خونې دروازه پورې کړه ، د مات انځور ټوټې يې بيا راټولې او يوځاى کړې ، بيا يې په خپل انځور سترګې ښخې کړې ، د خپل مخ د کاسې په ليدلو بيا يوې مرموزې خوښۍ پرې لنګر واچاوه خو ژر يې بيا خپلو لوڅو پښو ، شليدلو جامو او په کروندو کې کار ته پام شو ، بيا يې اندېښنې ملې شوې ، نه پوهېده څه وکړي ؟ : په پاى کې يې پريکړه وکړه يوازې د انځور د مخ کاسه وساتي ، په دې خاطر يې د خپل تصوير نورې برخې بيرته په قهر وغور ځولې او يوازې د خپل انځور د مخ کاسه يې د ځان په وړاندې کېښوده ، او بيا يې ځان په ننداره بوخت کړ .

خو عجيبه ټوکه وه ، دا ځل د انځور له نورې برخې جلا د هغه د مخ کاسې هم خپله ښکلا ورو ، ورو بايلله ، سترګې يې هماغسې ورو ، ورو پټېدلې او تندي يې هم بېشماره ګونځې کولې ، دا ځل د تندي له ګونځو او پټو سترګو سره يو ځاى د هغه غاښونه ، هم اوږده شوى وو ، دغه تصوير سخت ووېراوه خو ځانته يې ډاډ ورکړ چې هسې قهر او غضب به يې ديد بايللى وي ، داسې به نه وي ، څو ځلې  يې سترګې ومښلې، مخ يې پريمنځه ، خو هېځ شي ګټه ونه کړه ، تصوير لا بدرنګه کېده په حيرانتيا له ځانه سره په خبرو شو .

بيا د هندارې خواته ورغئ . په هنداره کې د ځان په ننداره شو ، او چې څومره ښه ځانته ځير کېده ، هومره يې بيا تندى تريو ، سترګې يې پټې او داړې يې  اوږديدې . د دې حالت په ليدلو بيا بېګانى خوب ور په زړه شو او چې هر څومره يې په خپلو سترګو زور راوړ ، سترګې يې نه غوړېدې ، نور يې د ودرېدلو ، ليدلو او هر شي توان له لاسه ورکاوه ، د زړه ټکان يې شېبه په شېبه زياتېده ، د کمزورۍ نښې يې وار په وار راڅرګندېدلې په ورو خداى ته په زاريو شو :

_ لويه خدايه : په دې ماڼۍ او منصب کې مرګ ته خوشحال يم ، خو پخوانيو ورځو ته مې ورستنوه .

دايې وويل او هندارې ته ځير شو ، خو دا ځل يې په هنداره کې نه يوازې خپلې پټې سترګې ، لويې داړې ، ګونځې تندى ، بلکې د بېګانى خوب په څېر د خپل اصل بيا بدلون وموند . ناببره يې له خولې چيغه ووتله ، په شړک په زمکه راولوېد ... برابرا وغزېد او په داسې حال کې چې سپين ځګونه يې له خولې روان وو ، ټول ساتونکي پرې راټول او د صاحب مصيبت ته دوى هم ګوته په غاښ او هک پک حيران تللي وو .



Abdul wakil Sulamal is an Afghan writer currently based in London. He has published three books of short stories in Pashto, Old Fort, Fifty Million, and Wounded Hopes, which have been translated into several languages. Several of his stories have been published in anthologies such as Gone with the Soul: An Anthology of SAARC Fiction, edited by Noor Zaheer, and Eight Neighbours, edited by Ajeet Cour and Noor Zaheer. He has also written a number of academic articles and political and literary essays, published in various journals in Afghanistan and elsewhere.